د ګمرکونو او عوایدو معین د مس عینک کان د کیندني او پروسيس کمپنۍ له سرپرست سره وکتل!

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر حاجي ادریس په خپل دفتر کي د مس عینک کان د کیندني او پروسيس کمپنۍ له سرپرست لی بن ټاو (Li ben tao) او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کي دواړو لوریو د مس عینک کان د کیندني پر څرنګوالي، په افغانستان کي د یادي کمپنۍ د مالیې په ورکړه، په افغانستان کي د دې کمپنۍ له لوري په جوړېدونکو بنسټونو او یو شمېر ګمرکي مسائلو په تړاو هر اړخیز بحث او خبري وکړې.
د ګمرکونو او عوایدو معین له دوی څخه مننه وکړه، چي په افغانستان کي ئې پانګونه کړې. نوموړي زیاته کړه، چي اوس مهال په افغانستان کي د پانګوني لپاره ښه زمینه برابره ده او پر وړاندي ئې هیڅ ډول ستونزه نسته.
د ګمرکونو او عوایدو معین د مس عینک کان د کیندني او پروسيس کمپنۍ سرپرست ته ډاډ ورکړ، چي د شته ستونزو د حل په برخه کي به له دوی سره پوره همکاري وکړي.