د ګمرکونو او عوایدو معین د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره وکتل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا ناصر اخند، نن د صنعت او سوداګرۍ وزیر الحاج نورالدین عزیزي، په مشرۍ د یاد وزارت له پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کي دواړو لورو، په هیواد کی د ټرانزیټ پر بهیر، صادراتو او وارداتو په برخه کي د اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د ګمرکي تعرفې په برخه کي د ستونزو پر هواري، د دواړو ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ پر رامنځته کولو او یو لړ نورو اړینو مسایلو بحث وکړه.
د ناستي په پای کی پرېکړه وسوه، چي د دواړو لورو له خوا به د یادو سوو مسایلو په برخه کي ګډه همکاري او همغږي رامنځته کېږي.
