د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناسته وسوه!

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۲۱
................


د چنګاښ لومړۍ ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د (۱۴۰۴هـ.ل) کال د همغږۍ درېیمه ناسته د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په دې ناسته کي، چي د اړوندو ریاستونو مسئولینو ګډون کړی وو، په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین خبري وکړې او وئې ویل، چي د همغږۍ ناستي پرېکړي باید پر خپل وخت سره پلي سي او پایلي ئې هم د ناستي له ګډونوالو سره شریکي سي. ور پسې د تېري ناستي د پرېکړو په اړه بحث او خبري وسوې او د ټاکل سویو پلاوو راپورنه واورېدل سول.
همدارنګه په دې ناسته کي په ګمرکونو کي د کارکوونکو له لوري د اسیکوډا په سیسټم کي د جوړو سویو یوزرونو په کارولو، د خامو نفتو د وارداتو په برخه کي پر سته ستونزو او حل لارو، د سوداګریزو شرکتو او صنعتي فابریکو د مالیاتو د تصفیې او ګمرکي دَین په برخه کي د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو تر منځ د هغمږۍ پر زیاتوالي او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو په تړاو بحث او لازمي پرېکړي وسوې.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ دغه ناستي د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړېږي، چي په راتلونکي کي به هم دوام وکړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۷
Background image

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته وشوه

د وږې ۲۸مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج محمد حامد احمد په مشرۍ د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال دوولسمه اداري ناسته د یاد ریاست په مقام کې وشوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو. . .

BACK TO NEWS