د کورنۍ پلټنې لوی رئیس پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته سفر وکړ
د مالیي وزارت د کورنۍ پلټنې لوی رئیس انجنیر عبداللطیف خالد په مشرۍ یو پلاوي د پلټنې سپارښتنو د تطبیق تعقیب (Audit Follow-up) چارو د ارزوني په موخه د پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته سفر وکړ او له مستوفیتونو، گمرکونو او اړوند کاري دفترونو څخه یې لیدنه وکړه.
د دغه سفر په لړ کي د پکتیا او پکتیکا ولایتونو مستوفيانو او یادو ولایتونو یو شمېر مسؤلینو د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنگ په چارو کي د روڼتیا او اصلاح رامنځته کېدو په موخه د دوی اصلاحي هڅي وستایلې.
وروسته بیا د کورنۍ پلټني لوی رئيس، د پلټني پر ارزښت او څرنگوالي او د پلټني د سپارښتنو پر عملي کولو خبري وکړې او د شفافو عوایدو په راټولېدو یې ټینگار وکړ. هغه زیاته کړه، چي د پلټني د اصلاحي سپارښتنو په پلي کولو سره اداره مثبت لور ته گام اخلي او نه پلي کولو په صورت کي له گڼو ستونزو او ناخوالو سره مخ کیږي.
د یادوني وړ ده، چي ښاغلي خالد د یادو ولایتونو له ټولو اړوندو کارکوونکو سره ولیدل، د هغوی ستونزي او غوښتني یې واورېدې او ژمنه یې وکړه، چي د مالیې وزارت مشرتابه به د ستونزو په حلولو کې بشپړه همکاري کوي.