د کورنۍ پلټني لوی رئیس د ګمرکاتو لوی ریاست له مشرتابه سره وکتل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس انجنیر عبداللطیف خالد او ورسره مل تخنیکي ټیم د پلټني سپارښتنو د تطبیق تعقیب په موخه د ګمرکونو لوی ریاست له مرستیال، رئیسانو او آمرینو سره د عوایدو او ګمرکاتو معینیت په کنفرانس خونه کې وکتل.
د لیدني پر مهال لومړی د ګمرکونو لوی ریاست مرستیال د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ د پلټونکو له لوري د ورکړل سوو اصلاحي سپارښتنو د تطبیق او همدارنګه د دا ډول ناستو د اهمیت او مؤثریت په اړه خبري وکړې.
د کورنۍ پلټني لوی رئيس د مجلس ګډونوالو ته د پلټني د سپارښتنو په اړه معلومات وړاندي کړل او د ګمرکونو لوی ریاست له مسؤلنیو څخه یې د چارو د سمون او فعالیت د راپور غوښتنه وکړه.
ښاغلي خالد وړاندیز وکړ چي د هغو تخنیکي او پېچلو موضوعاتو چي نورو ادارو سره تړاو لري، د ښې رسېدني لپاره باید ګډي کاري کمېټې رامنځته سي ترڅو ورته د هواري لاري وموندل سي.
د غونډي په پای کي د ګمرکاتو لوی ریاست مسؤلینو ډاډ ورکړ، چي د پلټني سپارښتني به ژر تر ژر عملي او له پایلو څخه به یې د کورنۍ پلټني لوی ریاست ته ډاډ ورکړي.
