د کندهار په ولایت کي بېلابېل قاچاقي توکي نیول سوي دي!

syllab_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۵:۴۹
..........

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو د کندهار په ولایت کي، په یو بار وړونکي موټر کي یو شمېر قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته را وارد کړي.
په نیول سوو توکو کي (۵۰۰۰) کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړي، (۴۵۹۰) کیلو ګرامه ذایقه لرونکي پوړۍ، (۲۰۰) کیلو ګرامه قیماق (ملایي)، (۱۱) کارټنه د حشرو د وژني سپرې، (۲۳۹۲) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۸۰۰) کیلو ګرامه د نصوارو پلاستیکي کڅوړي، (۹۶۰) کیلو ګرامه چاکلېټ او (۲۴۰) کیلو ګرامه پاکټي شیدې شاملي دي.
یاد نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو په موخه د کندهار ولایت ګمرک ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي  د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي دوامداره فعالیت کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي صادر او یا وارد کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۱:۵۵
Background image

د مالیې وزارت د روان کال له پاره ۱۲۰ اغېزمنو او اقتصادي پروژو ته لومړیتوب ورکړی دئ!

د عامه پانګوني او زېربناوو لوی ریاست، چي د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت په چوکاټ کي د اقتصادي، مالي او د پراختیايي پروژو د لومړیتوب ورکوني د اقتصادي تحلیل د ارزوني او زېربنایي پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

د روغتیايي سکټور استازو ته د مالیاتي پروسې په تړاو د پوهاوي سیمینار جوړ سو!

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست، د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د غونډو په تالار کي د روغتیا سکټور استازو ته د مالیاتي پروسې په اړه د یوې ناستي په ترڅ کي د پوهاوي یو ورځنی سیمینار جوړ. . .

BACK TO NEWS