د ډنډپټان او غلام خان په سرحدي ګمرکونو کي د قیمت ګذارۍ ماډیول پلی سو

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۱۷:۳۹
حبر

د ګمرکونو لوی ریاست د کاري بهیر د چټکتیا او سوداګرو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو په موخه د ډنډپټان او غلام خان په سرحدي ګمرکونو کي د قیمت ګذارۍ ماډیول پلی کړ.
د دې ماډیول په پلي کېدو سره سوداګر کولای سي له خپل کار ځای او یا هم له هیواد څخه بهر د خپل یوزر له لاري د (اسیکوډا) په سیسټم کي د نوي ټي اس سي (TSC) کوډ د غوښتلو فورمه ثبت کړي. له دې وړاندي به سوداګرو د نوي ټي اس سي (TSC)کوډ د غوښتلو لپاره اړونده فورمه قلمي ډکوله او په فزیکي ډول به ئې مربوطه ګمرک ته سپارله، چي پړاوونو ئې څو ورځي نیولې.
باید ووایو، چي د دغه ماډیول په پلي کېدو سره اوس مهال د نوي (ټي اس سي) کوډ غوښتنه د سیسټم له لاري په څو دقیقو کي تر سره کېږي او ګڼي اسانتیاوي ئې رامنځته کړي دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۵۷
Background image

د کندهار او فراه په ګمرکونو کې د لوړ تناژ تلې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د زمري۲۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو او د ګمرکي طی مراحلو د چټکتیا په موخه د کندهار او فراه په ګمرکونو کې د (۲۶). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۶:۱۱
Background image

په یو شمېر ګمرکونو کې د (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د نصبولو چارې پیل شوې

د زمري۲۵مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هېواد په څلورو ګمرکونو کندوز، بلخ نائب‌آباد او کابل ګمرک کې د شاوخوا (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۵۰
Background image

د مالیې وزیر د ایران د زراعت له وزیر سره وکتل

د زمري۲۲مه۱۴۰۵هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزیر ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخند د ایران اسلامي جمهوریت د زراعت له وزیر ښاغلي غلام رضا نوري او مل پلاوي سره د کابل په. . .

BACK TO NEWS