د څه باندي ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د آقینې ګمرک د ارشیف جوړولو پروژه پیل سوه!

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۴:۲۳
...........

د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۰،۱) میلیونه افغانیو په ارزښت د فاریاب ولایت د آقینې په ګمرک کي د ارشیف جوړولو پروژه پیل کړه.
د دغي پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي، چي چاري به ئې تر راتلونکو اتو میاشتو پوري بشپړي سي.
د دې پروژې په پلي کېدو سره به د آقینې په ګمرک کي د ګمرکي سندونو د خوندي ساتلو په برخه کي ګڼي اسانتیاوي رامنځته سي.
د یادوني وړ ده، چي په ګمرکونو کي د سوداګرو له پاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو او په هیواد کي د سوداګرۍ د لا ودي په موخه د ګمرکونو لوی ریاست هڅه کوي، چي د هیواد په ګمرکونو کي پراختیایي پروژې پلي او په عصري وسایلو ئې سمبال کړي

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۶:۱
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته وسوه!

د زمري ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د ریاستونو ترمنځ د (۱۴۰۴) کال د همغږۍ پنځمه ناسته د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۵۵
Background image

د هیواد په شپږو ګمرکونو کي امنیتي کېمرې نصب او ګټي اخیستني ته وسپارل سوې!


د زمري ۱۸مه، ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تورخم، ډنډپټان، خوست، غلام خان بندر، د نیمروز ولایت بندر والي او د ګمرکونو لوی ریاست د لابراتوار په څانګه کي (۲۱۵). . .

BACK TO NEWS