د پینځلسو دوکانونو او دوو پارکینګونو د آفرګشایۍ پروسه ترسره سوه
د لومړیو مکروریانونو په سیمه کي د پینځلسو دوکانونو او دوو پارکینګونو د آفرګشایۍ پروسه ترسره سوه.
د مکروریانو د ساتني او مراقبت دولتي شرکت چي څه موده وړاندي یې پنځلس دوکانونه او دوه د موټرو پارکینګونه داوطلبۍ ته وړاندي کړي وو، د ۱۴۴۴/۴/۳ نېټه یې د آفرګشایۍ غونډه د مختلط پلاوي تر څارني لاندي ترسره سوه.
په دې غونډه کي ګڼ شمېر داوطلبانو ګډون کړی وو او د پروسې له روڼتیا یې خوښي څرګنده کړه.
د مکروریانو د ساتني او مراقبت دولتي شرکت رهبري د خپلو دندو پر روڼتیا او له اصولو سره سم اجرا تو ته ژمنه ده.
