د پیسو نړیوال صندوق اجرائیوي پلاوي، د افغانستان د ملاتړ لپاره د ۳۷۰ میلیونه امریکایې ډالرو هوکړه لیک تصویب کړ
د پیسو نړیوال صندوق اجرائیوي پلاوي، د افغانستان د ملاتړ لپاره د ۳۷۰ میلیونه امریکایې ډالرو په ارزښت د درې نیمو کلونو لپاره هوکړه لیک د لړم میاشتې په ۱۶ مه نېټه تصویب کړ
د اصلاحاتو یاد پروګرام چې د پراخو اعتباري اسانتیاو له لارې یې ملاتړ کیږي د کرونا ناروغۍ او له کرونا وروسته حالاتو سره د مبارزې او مدیریت، د اصلاحاتو پلي کول او د اقتصادي او ټولنیز سکټور ملاتړ، د ښې حکومتولۍ پیاوړتیا، له فساد سره مبارزه، د ثبات او د لوی اقتصاد ساتل ، له پایدارې ودې څخه ملاتړ، د بیوزلۍ کموالی، زیربنایې پروګرامونو او نورو اړوندو برخو کې له افغانستان سره مرسته کوي او د افغانستان د پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري.
همداشان د پیسو نړیوال صندوق مدیره پلاوي د پریکړې له مخې ۱۱۵ میلیونه امریکایې ډالر د بیړنیو اړتیاو لپاره ځانګړي شوي دي او پاتې نورې پیسې به په مرحله یې ډول او د یاد صندوق د شپږ میاشتنیو مشروطو بررسو له مخکې به ورکړل شي.
