د پکتیا ولایت د مستوفیت نوې اداري ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۰:۴۸
خبر

د پکتیا ولایت د مستوفیت نوې اداري ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه او مخکنۍ ودانۍ د بیا رغونې چارې پیل شوې. په دې مراسمو کې د پکتیا والي محمد حلیم فدایي، په ولسي جرګه کې د دې ولایت د خلکو استازو، د پکتیا ولایت مستوفي پوهنیار عبدالباري احمدزي، د ولایتی شورا استازو، قومي مشرانو د دولتي ادارو رئیسانو او د دې مستوفیت کارکوونکو ګډون کړی وو.

د مراسمو پر مهال د پکتیا والي د پروژو په اړه لنډ معلومات وړاندي او زیاته یې کړه، چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره به مناسب کاري چاپېریال رامنځته او خلکو ته به پر وخت او ډاډمن خدمتونه وړاندې شي. هغه په ملي سوداګرو غږ وکړ چې خپله مالیه پر وخت او په ښه شکل تحویل کړي، نوموړي له پلي کونکي شرکت څخه وغوښتل چې د پروژو کیفیت او ښه تطبیق ته جدي پاملرنه وکړي.

په ولسي جرګه کې د پکتیا ولایت د خلکو استازي ډاکتر یار باز حمیدي، هم د پروژو پر کیفیت ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د یادو پروژو کار باید په پوره صداقت او ښه کیفیت ترسره شي.

خبر

د پکتیا مستوفي پوهنیار عبدالباري احمدزي، د یادو پروژو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې نوې اداري ودانۍ به د یو کال په موده کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت په دریو پوړونو کې جوړه شي او پخوانۍ ودانۍ چې د موټر بم برید له کبله زیانمنه شوې وه د بیا رغونې چارې به یې د ۳،۸ میلونه افغانیو په ارزښت په دری میاشتو کې بشپړې شي. هغه زیاته کړه، چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره به نه یوازې دا چې یو ښه او مناسب کاري چاپېریال رامنځته شي بلکه د مراجعینو ستونزو ته به هم پر وخت رسېدنه وشي او په عوایدو کې به زیاتوالی راشي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۵۰
Background image

د کندهار او غزني د مستوفیتونو او د بلخ او کندهار د ګمرکونو کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول

د وري ۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د (١٤٠٥) هـ.ل کال د تدریسي پلان له مخي د کندهار او غزني مستوفیتونو او همدارنګه د کندهار او بلخ ګمرکونو کارکوونکو ته په. . .

BACK TO NEWS