د پخوا په پرتله د افغانستان صادرات زیات سوي
د اسلامي امارت له بشپړ حاکمیت راوروسته د تېر په پرتله په ګمرکي د صادراتو ارزښت، ټرانزیټ او صادراتي محمولو په کچه کي خورا زیاتوالی راغلی دئ.
په تېر یوه کال کي د (۱۳۳) میلیارده افغانيو په ارزښت صادرات ترسره سوي دي، په داسي حال کي چي د تېري ادارې د یو کال د صادراتو ګمرکي ارزښت (۶۸) میلیارده افغانۍ وو، چي د اسلامي امارت د تېر یوه کال په صادراتو کي (۶۵) میلیارده افغانۍ زیاتوالی ښیي.
همدا راز د صادراتي او ټرانزیټي محمولو په کچه کي هم د پام وړ زیاتوالی تر سترګو کېږي؛ د تېري ادارې د یوه کال صادراتي محمولو شمېر (۶۲۲۹۴) ته رسیده، په داسي حال کي چي د اسلامي امارت په یو کلن حاکمیت کي (۱۸۳۸۸۴) محمولې صادري سوي، چي د تېر په نسبت په صادراتي محمولو کي (۱۲۱۵۹۰) محمولې زیاتوالی راغلی دئ.
د اسلامي امارت د یو کلن حاکمیت پر مهال (۵۶۹۶۴) ټرانزیټي محولې د هيواد له خاوري تېري سوي دي، چي د تېري ادارې د یوه کال په موده کي له هيواد څخه (۱۵۵۷۴) ټرانزیټي محمولې تېري سوي وې، چې د اسلامي امارت د حاکمیت په پرتله (۴۱۳۹۰) محمولې کموالی په ډاګه کیږي
