د ولایتي ګمرکونو ۲۷ کارکوونکو ته شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ ورکول سو

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۵ - ۱۴:۱۳

د افغانستان لاس بې اسنادو (یو کیلي) موټرو د طی مراحلو پروسې اړوند کارکوونکو ته جوړ سوی شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ نن پای ته ورسید.
دا ورکشاپ چي د ولایتي ګمرکونو د کارکوونکو لپاره د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمي کي دایر سوی وو، یادو کارکوونکو ته د بې اسنادو موټرو د ثبت او محصول د پروسې په اړه بشپړه روزنه ورکړل سوه، چي له دې سره به په ولایتونو کي یاده پروسه نوره هم چټکه سي.
د یادوني وړ ده چي په دې روزنیز ورکشاپ کي د ولایتي ګمرکونو ۲۷ اړوندو کارکوونکو ګډون کړی وو، چي دوی ته د نظري روزني تر څنګ عملي روزنه هم ورکړل سوه.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۰:۲۷
Background image

د مستوفیتونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د غبرګولي ۱۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال په مشرۍ او د دغه ریاست تخنیکي مرستیال، اړوند رئیسانو، آمرینو او د تنفیذ او مالیاتي اطاعت پذیرۍ عمومي مدیرانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۴) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د غبرګولي ۱۷مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته. . .

BACK TO NEWS