د هیواد د ۳۴ مستوفیتونو مسئولینو له پاره د عوایدي او مالي چارو په تړاو روزنیز ورکشاپ پیل سو!

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۰:۵۵
........


د غویي ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د هیواد د (۳۴) مستوفیتونو مستوفیانو او د عوایدو آمرینو له پاره د اړوندو مالي او عوایدي چارو په تړاو روزنیز ورکشاپ پیل کړ.
په هغو مراسمو کي چي په همدې مناسبت د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو په ملي اکاډمۍ کي جوړ سوي ول، د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د مستوفیتونو مستوفیانو او د ولایتی مستوفیتونو د عوایدو آمرینو ګډون کړی وو.
د ورکشاپ په پرانیستې وینا کي د چارو ادارې لوی رئیس ګډونوالو ته وویل، چي تاسو د دې نظام یوه مهمه برخه پرمخ وړئ، چي دغه برخه مسلکي زده کړو او پوهي ته سخته اړتیا لري. هر څومره چي ستاسو پوهه زیاته سي، هومره به ستاسو کار په سمه توګه ترسره او بیت المال به خوندي سي. تاسو د چارو د سمي رهبرۍ او مدیریت، څارني او پلټني سره، کولای سئ د عوایدو راټولولو او د لګښتونو کنټرول په برخه کي دا مهم هدف ترلاسه کړئ، چي دا کار یوازي د ظرفیت لوړولو له لاري ممکن دئ.
د مالیې وزیر په خپله وینا کي په مرکز او ولایتونو کي د مالیې وزارت مسئولینو ته په مالي او عوایدي حسابونو کي د ډېر دقت، روڼتیا او اصولي کړنو، د نورو له تجربو څخه د ګټي اخیستو او ښې همغږۍ پر رامنځته کولو سپارښتنه وکړه او ټینګار ئې وکړ، چي مسئولین باید خپل مسلکي ظرفیت لوړ کړي؛ ترڅو سپارل سوي چاري په ښه توګه ترسره سي.
د عوایدو او ګمرکونو معین په خپلو خبرو کي وویل، چي په اسلامی نظام کي اقتصاد له لوړ مقام څخه برخمن دئ، یو پیاوړی اقتصاد نه یوازي د هیواد له ودي او پرمختګ سره مرسته کوي، بلکي د عدالت، یووالي او عامه هوسایني په څېر د اسلامي اصولو د تحقق لامل هم کېږي. څرنګه، چي تاسو له خلکو او حکومت سره سروکار لرئ او ستاسو مسئولیت هم مهم دئ؛ نو د مثبتو پایلو ترلاسه کولو او ستاسو د ظرفیت لوړولو له پاره دقت، پاملرنه او له اداراو سره همغږي هم ډېره اړینه ده.
د یادوني وړ ده، چي دغه روزنیز ورکشاپ به (۳) ورځي وي او د عوایدو، خزاینو، د ملي بودیجې او د روان مالي کال د ملي بودیجې پلي کولو د اصولنامې په تړاو به ګډونوالو ته معلومات ورکړل سي.

.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

BACK TO NEWS