د هیواد د ګمرکونو مسئولینو د افغانستان اسلامي امارت له رئیس الوزراء سره وکتل!

د زمري ۸مه ۱۴۰۴هـ.ل
د هیواد د ګمرکونو رئیسانو د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند او د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په شتون کي د افغانستان اسلامي امارت له رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخوند سره وکتل.
په پیل کي د مالیې وزیر د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ته په ښه ډول د ورځنیو چارو د تر سره کولو په اړه ډاډ ورکړ او ور پسې د ګمرکونو د رئیسانو په استازیتوب د ګمرکونو لوی رئیس وویل، چي ګمرکي عواید ورځ تر بلي د زیاتېدو په حال کي دي او په پوره شفافیت سره بیت المال ته سپارل کېږي. د هیواد په ګمرکونو کي مو کاري وخت زیات کړی، چي له دې سره په سوداګرۍ کي زیاتوالی راغلی او سوداګریز توکي پر خپل وخت سره طی مراحل کېږي.
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د ګمرکونو د مسئولینو له صادقانه کړنو څخه د منني او قدردانۍ تر څنګ، له ولس او په ځانګړي ډول له سوداګرو سره د ښه چلند په برخه کي د ګمرکونو مسئولینو ته لازمي سپارښتني وکړې.
د یادولو ده، چي د هیواد د ګمرکونو مسئولین د ګمرکي چارو د لا ښه والي په موخه د مشورتي ناستي له پاره پلازمېني کابل ته را بلل سوي ول.