د هيواد په دولتي شرکتونو کي پرمختګونه او لاسته راوړني
۱- د دولتي شرکتونو (19099) جریبه غصب سوي ځمکه بيرته راګرځول.
۲- د ټولو دولتي شرکتونو له ډلي (۱۲) غیر فعال یا فلج دولتي شرکتونه بيرته فعال.
۳. د ګمارل سوي پلاوي له لوري د (۱۵) دولتي تصدیو منقول او غیر منقول جایدادونه و ارزول سول، چي په پایله کي د یادو تصدیو ارزښت ( 85,023,467,477) افغانۍ وټاکل سو.
۴- د دولتي شرکتونو سوداګریزي برخي د پانګې اچوني طرحي، سوداګریز پلانونه، شرطپاڼي، طرزالعملونه او ستراتیژیک پلانونه ترتیب، تحلیل او و ارزول سول.
۵- په (۱۴۰۱) مالي کال کي د خصوصي سکټور (۹) نفره پانګوالو په دولتي شرکتونو باندي په میلیارډونو افغانۍ پانګونه.
۶- د دولتي شرکتونو حقوقي برخي د دولتي شرکتونو د قانون مسودي ترتیب، د (۴۱) دولتي شرکتونو اساسنامو ارزول، د دولتي شرکتونو طرزلعملونه ترتیب او د دولتي شرکتونو پالیسۍ او طرحي چمتو سوې.
۷- په دولتي شرکتونو کي په مستقیم او غیرمستقیم ډول د (40،000) په شاوخوا کي کار کوونکو ته د کار چاره برابري سوي دي.
