د هيواد د وزیرانو شورا بودیجه تصویب کړه

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۲ - ۱۶:۱
خبر

د افغانستان د اسلامي دولت د وزیرانو شورا د ۱۴۰۰ کال وروستیو دریو میاستو (جدي، دلوي او حوت) بودیجه تصویب کړه.

یاده بودیجه په ټوله کي ۵۳،۹ میلیارډه افغانۍ ده، چي له دې جملې ۴۹،۲ میلیارډه افغانۍ عادي بودیجه او ۴،۷ میلیارډه افغانۍ پراختیایي بودیجه ټاکل سوې ده. د دریو وروستیو میاشتو د بودیجې د تصویب موخه هجري لمریز کال ته د مالي کال اړول دي.

له دې وروسته به د هيواد مالي چاري د هجري لمریز کال له پیل څخه شروع او ملي بودیجه به د همدې کال لپاره د وزیرانو شورا له لوري تصویبيږي.

همداراز د مالیې وزارت غواړي، په هیواد کي د چارو د ټکني کېدو د مخنیوي په موخه تصویب سوې بودیجه ژر تر ژره له ټولو دولتي ادارو سره شریکه کړي او ترڅنګ یې له غیر بودیجوي واحدونو څخه هیله کوي، ترڅو د تخصیص ترلاسه کولو په موخه د (ب ۱۰) او (ب ۳) فورمونه د مالیې له وزارت سره شریک، خپل اړونده تخصیص ترلاسه او خپل فعالیتونه له خنډ پرته روان وساتي.

د یادوني وړده، چي د ۱۴۰۱ کال د بودیجې د ترتیب چاري په خلاصېدو دي او د را روان کال له پیل سره سم به د وزیرانو شورا له لوري یو کلنه بودیجه تصویب سي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۶ - ۲۲:۹
Background image

د ګمرک نړیوالې ورځې په مناسبت د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس د مبارکۍ پیغام

د سلواغې ۶مه چې د ګمرک نړیوالې ورځې سره برابره ده، خپلو ټولو مرکزي او ولایتي همکارانو ته د یادې ورځې مبارکي وایم،

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۲۲:۲۱
Background image

د (افغانستان د اقتصاد کنفرانس/نوی پیل) تر عنوان لاندې د افغانستان لومړنی اقتصادي کنفرانس ترسره

د(افغانستان د اقتصاد کنفرانس/نوی پیل) تر عنوان لاندې د افغانستان لومړنی اقتصادي کنفرانس تېره ورځ

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۱۱:۳۷
Background image

مطبوعاتي اعلامیه

د (افغانستان د اقتصاد کنفرانس: نوی پیل) په نامه یو ورځنی کنفرانس د مالیې وزارت په ابتکار د ۲۰۲۲ کال جنوري میاشت په ۱۹مه

BACK TO NEWS