د هلمند او فراه مستوفیتونو ۹۳ تنو او د خوست ګمرک ۴۰ تنو کارکوونکو له پاره روزنیز پروګرامونه پیل سوه!

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۱:۱۰
............

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ د (۱۴۰۳هـ.ل) کال د ساحوي تدریسي پلان سره سم، د ساحوي روزنیزو پروګرامونو په لړ کي د هلمند او فراه  مستوفیتونو (۹۳) تنو کارکوونکو له پاره د مالیاتی قوانینو، طرزالعملونو، مالیاتي محاسبې او مالیاتي سیسټمونو تر سرلیک لاندي (۱۵) ورځنی روزنیز پروګرام پیل سو.
همدارنګه د خوست ګمرک (۴۰) تنو کارکوونکو ته به د وړتیا لوړوني په موخه په عملي او نظري ډول د ګمرکونو قانون، ګمرکي کړنلارو، ګمرکي بيي ټاکني، تعرفې، ګمرکي اظهارلیکونو د ډکولو او د اسیکوډا سیسټم په اړه روزنه ورکړل سي.
د دغه روزنیزو پروګرامونو موخه په یادو برخو کي د کارکوونکو ظرفیت لوړونه او د اداري چارو لا ښه پرمختګ دئ، چي د (۱۵) ورځو په موده کي به ګډونوالو ته د مجربو ټرینرانو له لوري د نظري زده کړو تر څنګ عملي زده کړي هم ورکړل سي

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۳:۲۳
Background image

د ګمرکونو لوی ریاست په اداري ناسته کي پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث او خبري وسوې!


د چنګاښ ۴مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۴هـ.ل) مالي کال څلورمه اداري ناسته د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د یاد ریاست په مقام کي جوړه سوه. . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۳۴
Background image

د ابونصر فراهي، نيمروز او هرات د ګمرک کارکوونکو ته روزنيز سيمينار پيل سو!


د چنګاښ۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د ماليې وزارت د ګمرکونو او عواید ملي اکاډمۍ له تدريسي پلان سره سم، د ابونصر فراهي، نيمروز او هرات ولایت د ګمرک (۳۰) تنو کارکوونکو له پاره يو مياشتنى روزنيز سيمينار. . .

BACK TO NEWS