د هرات محصولي ګمرک د جومات او د دخولي او خروجي دروازو د بیارغوني چاري بشپړي سوې!

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۴:۴۵
..........

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د شاوخوا (۷۰۰) زره افغانیو په ارزښت د هرات محصولي ګمرک د جومات او د دخولي او خروجي دروازو د بیارغوني چاري بشپړي او ګټي اخیستني ته وسپارلې.
د یادي پروژې چاري په څلورو میاشتو کي بشپړي سوي، چي لګښت ئې د مالیې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه ورکړل سوی او په پلي کېدو سره ئې د ګمرک کارکوونکو او مراجعینو ته ګڼي اسانتیاوي برابري سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست اوسمهال د هیواد په بېلابېلو ګمرکونو کي ګڼي پراختیایي پروژې پیل کړي، چي د ځینو پروژو چاري پای ته رسېدلي او د ځینو پروژو چاري لا رواني دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۷
Background image

د کورنۍ پلټني لوی ریاست د څه کم دوه سوه ادارو پلټنه ترسره کړې ده!

د تلي ۲۸مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست، چي د ټاکل سویو اصولو له مخي، د دې وزارت د مالي، حسابي او اداري واحدونو د هرراز فعالیتونو د پلټني مسئولیت په غاړه لري، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۲:۴
Background image

د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار کمېټې لومړنۍ ناسته وکړه!

د تلي ۲۴مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د پرېکړي او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) په منظورۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار کمېټه جوړه سوې. . .

BACK TO NEWS