د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارني کارکوونکو قاچاقي پلاستیکي بوجۍ او ککو نیولي
د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارني کارکوونکو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کي (۱۱۵۲) کیلو ګرامه ککو او ( ۴۲۰ ) کیلو ګرامه پاکستاني پلاستیکي رول بوجۍ، چي غوښتل ئې په قاچاقي ډول ئې هیواد ته را وارد کړي کشف او ونیولې.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره د نیمروز ګمرک د پلټني مسؤلینو ته سپارل سوي.
