د نیمروز ولایت د ګمرک (۹۰) تنه نويو ګمارل سویو کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو!

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ د (۱۴۰۳) هـ.ل کال له تدریسی پلان سره سم، د ساحوي روزنیزو پروګرامونو په لړ کي دا ځل د نیمروز ګمرک (۹۰) تنه نويو ګمارل سویو کارکوونکو ته په دوو جلاو شفټونو کي د ګمرکي مسایلو د زده کړي او د کارکوونکو د ظرفیت لوړوني په موخه د ګمرکي قوانینو، ګمرکي کړنلارو، ګمرکي بيي ټاکني، تعرفې او اړوندو نورو برخو په تړاو نظري او عملي روزنیز پروګرام پیل سو.
دغه روزنیز پروګرام، چي دوه اوونۍ به دوام وکړي د یاد ګمرک د کارکوونکو مسلکي او مدیریتي اړتیاوي به بشپړي او سته ستونزي به ئې حل کړي.