د نړیوال بانک او افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق (ARTF) له لوري تمویلېدونکو پروژو د کلنۍ ارزونې ناستې پیل
د نړیوال بانک او افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق (ARTF) له لوري تمویلېدونکو پروژو د کلنۍ ارزونې ناسته د ویډیو کنفرانس له لارې پیل شوه.
دغه ناسته د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ او د افغانستان لپاره د نړیوال بانک عملیاتي مدیر په ګډه مشرۍ؛ د اړوندو ادارو استازو او هغو مرستندویانو په ګډون چې د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق له لارې پراختیایي پروژو ته خپلې مرستې ځانګړي کوي ترسره شوې وه.
د ناستې پرمهال د دریو پراختیایي پروژو، ولسي تړون او ملي دسترخوان پروګرامونو او کاسا ۱۰۰۰ پروژې په هکله خبرې وشوې او د ستونزو هواري او د دې پروژو د څارنې، پروژو د ملاتړ او نا ملاتړ په تړاو بحثونه او د نظرونو تبادله وشوه.
د یادونې وړده، چې دغه ناستې د نړیوال بانک او افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق له لوري تمویلېدونکو پروژو د ارزونې په موخه کېږي او د بحثونو لړۍ به یې تر شپاړس ورځو پوري ورسېږي.
