د نړیوالو مرستندویانو (Donors Heads of Agencies) د مشرتابه پلاوي ناسته وشوه
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې چې د بهرنیو پراختیایي بنسټونو رئیسانو، د دې وزارت د پالیسۍ مرستیال او رئیسانو په مجازي (virtual) ډول ګډون پکې کړی وو؛ د عامه مالي نظام مدیریت په اصلاحاتو او د افغانستان د سولې او پراختیا دویم ملي چوکاټ (ANPDF-II) پر بنسټ د هیواد د ۸ لومړیتوب لرونکو پروګرامونو په طرحه هر اړخیزې خبرې او بحثونه وکړل او په تړاو یې اړینې پرېکړې وکړې.
