د نوي کابل بانک د ونډه والو عمومي ناسته وشوه

د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ، په مشرۍ نن د نوي کابل بانک د ونډه والو عمومي ناسته د مالیې په وزارت کې وشوه.
په دې ناسته کې چې د یاد بانک د څار پلاوي او عامل پلاوي ګډون درلود، په ۱۳۹۹ مالي کال کې د دې بانک د کړنو مالي راپور او پلټنې راپور ګډونوالو ته وړاندي شو، چې دغه راپور د نوي کابل بانک د ونډه والو له لوري تائید شو.
په دې ناسته کې څرګنده شوه، چې د نوي کابل بانک په مالي راپور کې د نورو کلونو په پرتله ښه فعالیتونه تر سترګو کېږي او ګټه یې هم تر نورو کلونو ښه شوې ده.

همدا شان په دې ناسته کې د ATM ماشینونو فعالولو په څېر اصلاحاتو په تړاو ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول او په ۱۴۰۰ کال کې د دې بانک د کړنو اندازه کولو په منظور د کارونو او شاخصونو غوره توب لپاره د ونډه والو له لوري اړین هدایت وړاندي شو، چې په پلي کولو سره به یې د یاد بانک د خدمتونو په برخه کې د پام وړ ښه والی راشي.