د ننګرهار په ګمرک کي (۲۸۴) کیلو ګرامه ثانیه سوز نیول سوي!

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۱:۱۵
..........

د ننګرهار ګمرک د تشرېح مدیریت کارکوونکو په یوه سوداګریزه محموله کي (۲۸۴) کیلوګرامه ثانیه سوز کشف او ترلاسه کړي.
دغه ممنوعه توکي په ډېره ځیرکتیا سره په لېږدوونکي وسیله کي ځای پر ځای سوي ول او تورنو کسانو غوښتل، چي په پټه ئې له ګاونډي هیواد څخه افغانستان ته راوړي.
د پېښي په تړاو څلور کسان لاس په لاس نیول سوي دي او د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ارګانونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي اوس مهال د مالیې وزارت له لوري د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د قاچاقي او ممنوعه توکو څخه په جدي ډول څارنه کېږي او هيچا ته اجازه نه ورکول کېږي، چي توکي په ناقانونه توګه ولېږدوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۳:۲۳
Background image

د ګمرکونو لوی ریاست په اداري ناسته کي پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث او خبري وسوې!


د چنګاښ ۴مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۴هـ.ل) مالي کال څلورمه اداري ناسته د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د یاد ریاست په مقام کي جوړه سوه. . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۳۴
Background image

د ابونصر فراهي، نيمروز او هرات د ګمرک کارکوونکو ته روزنيز سيمينار پيل سو!


د چنګاښ۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د ماليې وزارت د ګمرکونو او عواید ملي اکاډمۍ له تدريسي پلان سره سم، د ابونصر فراهي، نيمروز او هرات ولایت د ګمرک (۳۰) تنو کارکوونکو له پاره يو مياشتنى روزنيز سيمينار. . .

BACK TO NEWS