د ننګرهار په ګمرک کي (۱۲۳) کیلو ګرامه ثانیه سوز نیول سوي!

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۵:۱۳
...........

د ننګرهار ګمرک د تشرېح برخي کارکوونکو تېره ورځ په یوه وارداتي سوداګریزه محموله کي (۱۲۳) کیلو ګرامه ثانیه سوز کشف او نیولي دي.
دغه ثانیه سوز مواد، چي په ډېر مهارت په لېږدوونکې وسیله کي ځای پر ځای سوي ول او قاچاق کوونکو غوښتل، په پټه ئې افغانستان ته راوړي ترلاسه سول.
په دې تور نیول سوي دوه کسان د نورو څېړنو له پاره اړوندو ارګانونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي اوسمهال د هیواد په ګمرکونو کي د قاچاقي او ممنوعه توکو د وړلو او راوړلو جدي څارنه کېږي، چي پکښې ښکېل کسان تعقیب او د قانون منګولو ته سپارل کېږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

BACK TO NEWS