د ملي شورا او کابینې له غړو سره د جینوا کنفرانس د لاسته راوړنو، ژمنو او راتلونکو اقداماتو په تړاو ناسته وشوه
مالیې وزارت د لېندۍ میاشتې په ۱۶ مه نېټه د ملي شورای او کابینې له یو شمېر غړو سره د جینوا کنفرانس د لاسته راوړنو، ژمنو او راتلونکو اقداماتو په تړاو ناسته په انټرکانټینینټال هوټل کې وشوه.
په دې ناسته کې د مشرانو جرګې رئیس ښاغلي فضل هادي مسلمیار، د ملي شورای مرستیالانو، د کابینې یو شمېر غړو او په ملي شورای کې د خلکو استازو ګډون کړی وو.
د هیواد د مالیې وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، ګډونوالو ته د ښه راغلاست او مننې ترڅنګ وویل، چې د مالیې وزارت له څو میاشتو پخوا د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په دې ستونزمنو حالاتو کې د جینوا کنفرانس بریالي ترسره کېدو لپاره له مرسته کوونکو بنسټونو سره پرلپسې ناستې درلودې. چې ثمره یې د نړیوالې ټولنې د مرستو جلبول او تر ۲۰۲۴ کال پوري یې له افغانستان څخه د دوی ملاتړ دی.
نوموړي زیاته کړه، چې مرسته کوونکو له افغانستان سره په مجموع کې ۱۳،۴ میلیارده امریکایي ډالره مرسته اعلان کړه، موږ هڅه کوو چې دغه مرستې په مؤثره توګه او د افغانستان د خلکو پراختیایي لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره مصرف کړو.
نوموړي وویل، چې د افغانستان ملي شورای هم د دې کنفرانس په لومړۍ بریا کې اساسي رول ادا کړ چې ما ته یې د باور رایه راکړه او د ښاغلو وکیلانو له دې اقدام څخه هم مننه کوم. هغه وویل، چې د دې کنفرانس بریا د حکومت او ملي شورای د همکارۍ او همغږۍ په پایله کې رامنځته شو.
د مشرانو جرګې رئیس ښاغلي فضل هادي مسلمیار، وویل چې د جینوا کنفرانس بریالیتوب د افغانستان د حکومت په ځانګړي توګه د مالیې وزارت لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده او ټولو ته یې د دې بریا مبارکي وویله.
هغه زیاته کړه، هر هغه مسؤلینو چې د دې کنفرانس په ترسره کولو کې یې مرسته کړې مبارکي وایم او د مشرانو جرګې په استازيتوب د افغانستان د حکومت او مالیې وزارت له پروګرامونو چې د هیواد د لوړاوي لپاره یې ترسره کوي ملاتړ او حمایت کوو.
