د ملي بودیجې د غوره مدیریت او له بې ځایه لګښتونو څخه د مخنیوي په موخه روزنیز سیمینار جوړ سو!

syllab_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۵:۰
...........

د مالیې وزارت د خزاینو لوی ریاست د ملي بودیجې د ښه مدیریت او د بې ځایه لګښتونو د مخنیوي په موخه د بودیجوي واحدونو رئیسانو او مالي او حسابي آمرینو ته روزنیز سیمینار جوړ کړ.
په دغه ناسته کي، چي د مالیې وزارت په خیبرهال کي جوړه سوې وه، د خزاینو لوی رئیس نصرت الله محمود، د محاسباتو رئیس محب الله صاحبزاده او د بودیجوي واحدونو رئیسانو او مالي او حسابي آمرینو برخه اخیستې وه.
ښاغلي نصرت الله محمود، د دې سیمینار په پرانیستې وینا کي ګډونوالو ته وویل، چي نننی سیمینار موږ ته دا فرصت په لاس راکوي، چي له دغه سیمینار څخه په ګټه اخیستني سره وکولای سو د (۱۴۰۳هـ.ل) کال منظور سوې بودیجه د بودیجې د اجراء له اصولو سره سم مصرف کړو. اوسمهال بودیجه له هر ډول بهرنیو مرستو پرته له کورنیو سرچینو تمویلېږي؛ خو د منظور سوي بودیجې د اغېزمن مصرف له پاره له بې ځایه لګښتونو څخه باید مخنیوی وکړو؛ تر څو د بودیجې له کسر سره مخ نه سو.
نوموړي، د بودیجوي واحدونو له استازو څخه وغوښتل، چي د بودیجې د کنټرول، مدیریت او اغېزمن مصرف په برخه کی له مالیې وزارت سره همکاري وکړي.
ورپسې د خزاینو لوی ریاست د محاسباتو رئیس محب الله صاحبزاده د یاد سیمینار په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل او زیاته ئې کړه، چي د روان کال بودیجې د غوره تطبیق او د بودیجې د احتمالي کسر د مخنیوي له پاره متحدالمال او د بودیجې د اجراء اصولنامې ته په کتو اجراآت وکړئ، د دې ترڅنګ د تېرو کلونو پورونه وپلټئ او تثبیت ئې کړئ؛ ترڅو تادیه او ورکړل سي.
په پای کي د مالیې وزارت د بودیجې د اجراء اصولنامه او (۴۶۴۸) ګڼه متحدالمال د پریزينټېشن په بڼه وړاندي او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل سول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۱۸
Background image

د بودیجې، خزاینو، پلټني، مالي او اداري لویو ریاستونو د کارکوونکو له پاره د مالي چارو په برخه کي روزنیز پروګرام پیل سو!


د چنګاښ ۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د بودیجې، خزاینو، پلټني او مالي او اداري چارو لویو ریاستونو د کارکوونکو له پاره د "مالي چارو" تر سرلیک لاندي روزنیز پروګرام د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۱:۲۰
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۵) شکایتونو ته رسېدنه کړې!


د چنګاښ ۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS