د ملت سوداګریز مارکیټ د جوړولو چاري پیل سوې!
د کابل ښار، میرویس میدان (کوټه سنګي) سیمه کي د یوې ستري او معیاري سوداګریزي ودانۍ (ملت مارکېټ) د جوړولو چاري، د مالیې وزارت او خصوصي قراردادي شرکت د یو شمېر مسؤلینو له لوري د پټۍ په پرې کولو سره، رسماً پیل سوې.
په یاده سیمه کي د مالیې وزارت اړوند پر (دوه جریبه) ځمکه باندي، د میهن ملت رغنیز خصوصي شرکت له لوري د (۴،۵) میلیونه ډالرو پانګوني سره، په معیاري بڼه (۱۲) پوړیزه ودانۍ او (۳۰۰) سوداګریز دوکانونه رغول کېږي، چي ورسره به سلګونو کسانو ته، په مستقیم ډول د کار کولو زمینه برابره سي.
دغه سوداګزیز مرکز به د درو کلونو په موده کي ورغول سي، چي له درکه به ئې په کال کي (۳۸) میلیونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته ور اضافه کېږي.