د مالیې وزیر د ۲۰۲۰ کنفرانس په حاشیوي ناسته کې د فنلنډ هیواد د پراختیایي همکارۍ او بهرنۍ سوداګرۍ له وزیر سره وکتل
د مالیې وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د لېندۍ میاشتې په ۴ مه نېټه د ۲۰۲۰ کنفرانس په حاشیوي ناسته کې د فنلنډ هیواد د پراختیایي همکارۍ او بهرنۍ سوداګرۍ له وزیر ښاغلي ویلي سکناري، سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې د مالیې وزیر، د ۲۰۲۰ کنفرانس په ترسره کولو کې د فنلنډ هیواد له همکاریو او ښه رول له کبله مننه وکړه. د فنلنډ هیواد د پراختیایي همکارۍ او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر، وویل، چې موږ هیله مند یو څو د ۲۰۲۰ کال کنفرانس په بریا سرته ورسېږي او د افغانستان لپاره ښې لاسته راوړنې ولري. همدا شان نوموړي، له افغانستان سره د فنلنډ هیواد د مرستو او همکاریو پراخېدو په تړاو خبرې وکړې. هغه زیاته کړه، چې موږ د جیولوجیکي او مخابراتو د سروې په برخه کې ښه وړتیا لرو او کولی شو په دې برخه کې له افغانستان سره تخنیکي همکاري وکړو. سوداګري د افغانستان د راتلونکي لپاره ډېره اړینه ده او فنلنډ هیواد کولی شي په دې برخه کې له افغانستان سره بشپړه همکاري وکړي.
د مالیې وزیر له دوی څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د افغانستان استخراجي سکټور د دې هیواد د اوږدمهاله پراختیایي پروژو تمویلوونکی دی او له استخراجي سکټور څخه په ګټه اخیستنه کولی شو، افغانستان تل پاتي اقتصادي ودې ته ور برابر کړو او په دې برخه کې د فنلنډ د همکاریو هر کلی کوو.
د دې کتنې په یوه برخه کې دواړو لوریو له اداري فساد سره د مبارزې په اړه هم خبرې وکړې. د مالیې وزیر له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان په ژمنو خبرې وکړې او د فنلنډ هیواد د پراختیایي همکارۍ او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر وویل، چې اداري فساد د اقتصادي اوضاع د تخریب او ښې حکومتولۍ د مخنیوي سبب ګرځي او د افغانستان حکومت باید په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
د ناستې په پای کې دواړو لوریو د افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ کال د کنفرانس په لاسته راوړنو خبرې وکړې او هیله یې وښوده چې دغه کنفرانس په بریالۍ توګه سرته ورسېږي.
