د مالیې وزیر د ملګرو ملتونو سازمان (UNDP) د پراختیایي پروګرامونو له رئیس سره وکتل
د مالیې وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري، د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایي پروګرامونو له رئیس عبدالله الدارداري (Mr.Abdullah Al Dardari) او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کي چي د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال او یو شمېر رئیسانو هم ګډون کړی وو، د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایي همکاریو، روغتیایي پروګرامونو، کارموندني او د بشردوستانه مرستو ترڅنګ د پراختیایي مرستو د دوام په تړاو هر اړخیز بحث او خبري وسوې او ځيني لازم تصمیمونه هم ونیول سوه.