د مالیې وزیر د قوش تېپې کانال له چارو لیدنه وکړه
بلخ ولایت ته د مالیې سرپرست وزیر مولوي هدایت الله بدري، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رئیس عبدالرحمن عطاش، د بلخ والي محمد داود مزمل او مل پلاوي د خپل سفر په ترڅ کي د قوش تېپې کانال له بېلا بېلو برخو لیدنه وکړه.
د مالیې سرپرست وزیر مولوي هدایت الله بدري د قوش تېپې کانال له چارو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ زیاته کړه؛ د ا.ا.ا ژمن دئ، تر څو د دې سترې او ملي پروژې چاري په هر ډول شرایطو کي بشپړي کړي، چي ټول لګښت یې د هېواد له داخلي عوایدو پوره کېږي.
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رئیس عبدالرحمن عطاش له راغلي پلاوي مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چي د کانال د کیندني چاري په ډېري چټکۍ د ۳۲۵۰ ماشینرۍ له لوري پرمخ وړل کېږي او هڅه کوو، چي د دې ستري او ملي پروژې چاري په ښه کیفیت او کمیت بشپړې کړو.
د يادوني وړ ده، چي د قوش تېپې کانال د هيواد په تاریخ کي له سترو او ملي پروژو څخه ده، چي په بشپړېدو سره به یې د هيواد په شمال کي شاوخوا درې نیم میلیونه جریبه شاړه او بې حاصله مځکه خړوبه سي.
