د مالیې وزیر د قوش‌ تېپې کانال شاوخوا ځمکو د معقولي ګټي اخیستني د طرحي وړاندي کولو په غونډه کي ګډون وکړ!

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۱۲:۹
........


پنجشنبه د کب ۱۶مه ۱۴۰۳ هـ.ل

د قوش‌ تېپې کانال شاوخوا ځمکو د معقولي ګټې اخیستني طرحه، چي د مالیې وزارت، د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او اړوندو ادارو په همکارۍ چمتو سوې ده، د یوې غونډي په ترڅ کي د امارت لوړپوړو مسئولینو ته وړاندي سوه.
په همدې موخه جوړه سوې غونډه کي، چي د کرني په وزارت کي جوړه سوې وه، د مالیې وزیر  الحاج ملا محمد ناصر اخوند، د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کور او ښار جوړوني وزیر مولوي حمدالله نعماني، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی وو.
په دغه غونډه کي د قوش تېپې کانال پر اهمیت او د یادي طرحي د چمتو کولو پر موخو خبري وسوې او ټینګار په دې وسو، چي د دې کانال شاوخوا ځمکو څخه اغېزمنه ګټه واخیستل سي او په دې سیمو کي منظمو صنعتي، کرنیزو او مالدارۍ کمپلکسونو ته وده ورکړل سي.
د یادوني ده، چي دا طرحه د طبیعي سرچینو د ښې ګټي اخیستني او د قوش‌تېپې کانال شاوخوا سیمو د اقتصادي ودي له پاره یو مهم ګام ګڼل کېږي او تمه ده، چي د خصوصي سکټور او پانګوالو په همکارۍ په دې سیمه کي د مثبتو بدلونونو شاهدان و اوسو.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۵۶
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۱۱) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د چنګاښ ۹مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS