د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق مدیره پلاوي په کلنۍ ناستو کې ګډون وکړ

admin_mof
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۱۴:۶
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د تلې میاشتې په ۲۸ مه نېټه د نړیوال بانک او پیسو نړیوال وجهۍ صندوق کلنۍ مدیره پلاوي ناستو کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ.

په دې ناستو کې چې د بېلابېلو هیوادونو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو، د نړیوال اقتصاد په راتلونکي، د نړۍ اقتصادي ثبات، اقلیمي بدلونونو، د نړۍ په اقتصاد باندې د کرونا ویروس خپرېدو اغېزو، د کرونا ویروس له مخنیوي سره په مبارزه او یو شمېر نورو ورته مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

د مالیې وزارت سرپرست، د دې ناستو په حاشیه کې د پیسو نړیوال صندوق اجرائیوي مرستیال، ښاغلي میټسو هیرو فراسوا، سره ولیدل او د افغانستان د مالي او اقتصادي وضعیت د پرمختګونو، په دې هیواد کې په اقتصادي او مالي وضعیت باندې د کرونا ویروس خپرېدو په منفي اغېزو، د ۲۰۲۰ پراختیایي کنفرانس جوړیدو لپاره د دې هیواد په چمتووالي او د نړیوالې ټولنې د مرستو او ژمنو جلبولو او له افغانستان سره د پیسو نړیوال صندوق دری کلن اصلاحاتي پروګرام په تړاو خبرې وکړې او په دې اړه یې د چمتووالي خبر ورکړ.

خبر

د پیسو نړیوال صندوق اجرائیوي مرستیال، له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د هڅو ستاینه وکړه او په دې برخه کې یې د لګښتونو په روڼتیا ټینګار وکړ.

همدا شان د دې ناستو په حاشیه کې د مالیې وزارت سرپرست، د څو اړخیزه پانګونې تضمین ادارې (MIGA) له مسؤلینو سره هم ولیدل او له افغانستان سره د میګا د همکاریو په دوام، د افغانستان په اړه د جینوا پراختیایي کنفرانس، چې له نړیوالې ټولنې سره دوه اړخیزه ژمنې پکې نوې کېږي، د ۲۰۲۰ کال په پراختیایي کنفرانس کې د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ په وړاندې کولو، د افغانستان د خصوصي سکټور له برخې د څو اړخیزه پانګونې تضمین ادارې د همکاریو او نورو مسایلو په هلکه خبرې وکړې. د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې ځان بسیاینې ته رسېدل او د خصوصي سکټور پیاوړي کول د افغانستان حکومت د سولې او پراختیا ملي چوکاټ په لومړیتوبونو کې دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۲۶
Background image

د هیواد له لومړۍ او دوهمه درجه مستوفیتونو سره انلاین ناسته وسوه!

د لړم ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د مستوفیتونو چارو د مرستیال په مشرۍ او د دې ریاست د یو شمېر رئیسانو په ګډون د هیواد د لومړۍ او دوهمه درجه مستوفیتونو له مسؤلینو سره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د کندوز ولایت د ګمرک او د بلخ مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بلخ ولایت د مستوفیت د مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو (۶۳) تنو کارکوونکو له پاره (۲۳) ورځنی. . .

BACK TO NEWS