د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د بدخشان ولایت د شهدا ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره په یادې ولسوالۍ کې د ۴۰ کیلو متره سړه په جوړیدو خبرې وکړې

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۵ - ۱۳:۵۴
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال د وږې میاشتې په ۵ مه نېټه د بدخشان ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره په مالیې وزارت کې وپه پیل کې د بدخشان ولایت د شهدا ولسوالۍ او څلورو نورو ولسوالی اوسېدونکو د ۴۰ کیلومتره سړک جوړولو چې د شهدا ولسوالي له نورو ولسوالیو سره نښلوي خبرې وکړې. هغو په دوو پړاوونو کې د دې سړک د جوړېدو غوښتونکي شول او زیاته یې کړه، چې د یاد سړک لومړنۍ چارې د ټولګټو وزارت له لوري بشپړې شوې دي او دوی په دې برخه کې د مالیې وزارت د بودیجوي همکاریو غوښتونکي دي.

د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې زموږ زیاته پاملرنه هغو ولسوالیو ته ده، چې تر دې دمه په ټیټه کچه پراختیایي پروژې پکي پلي شوي دي او ترڅنګ یې په پام کې لرو څو د راتلوونکي کال په ملي بودیجه کې کم پراختیا ولسوالیو ته زیاته پاملرنه وکړو. همدا راز د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې د روان مالي کال په اوږدو کې د کرونا ناروغۍ زموږ د ملي عوایدو په راټولېدو منفي اغېز غوړولی، خو له دې سره یې بیا هم د مالیې وزارت بودیجې لوی ریاست ته سپارښتنه وکړه، څو د امکان په صورت کې د ۲۰ کیلو متره سړک جوړولو ته اړینه بودیجه په پام کې ونیسي. که چېرته په روان کال کې بودیجوي امکانات شتون ونه لري، دغه بودیجه دې د را تلوونکي کال په لومړیو شپږو میاشتې کې په پام کې ونیول شي او د پاتې سړک د بشپړولو لپاره به د راتلونکي کال تر پایه بودیجوي امکاناتو ته په کتو ګام پورته شي.

خبر

په پای کې د بدخشان ولایت مشرانو او قومي مخورو د مالیې وزارت له سرپرست څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د یاد سړک له جوړولو سره د بدخشان ولایت خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کېږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

BACK TO NEWS