د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړې استازې سره د پیژندنې لیدنه وکړه

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۷ - ۱۷:۲۲
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د غویي میاشتې په ۱۷ مه نېټه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړې استازې اغلی دیبورا لیونز سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په پیل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې ښاغلي ارغندیوال ته د مالیې وزارت د تصدۍ سپارلو مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې په دې ستونزمن وخت، د کرونا ویروس د خپریدو ګواښ او د روان کال په پای کې د افغانستان لپاره د پراختیایې کنفرانس جوړیدل یو لوی مسؤلیت دی او زه ډاډ لرم چې تاسو یې په سمه توګه مدیریت کولی شئ. نوموړې ژمنه وکړه چې موږ به د پخوا په شان د افغانستان له حکومت او مالیې وزارت سره د کرونا ویروس د خپریدو په مخنیوي او د افغانستان لپاره د پراختیایې کنفرانس په تخنیکي برخو کې همکاري وکړو.
د مالیې وزارت سرپرست له نوموړې څخه د مننې تر څنګ وویل چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې مالیې وزارت د بودیجوي امکاناتو برابرلو مسؤلیت لري. نوموړي زیاته کړه چې په هیواد کې د یاد ویروس خپریدل په اقتصادي وضعیت او ملي عوایدو باندې منفي اغیزه کړې خو بیا هم د تېر کال په پرتله د ملي عوایدو د راټولیدو وضعیت دومره بد نه دی او موږ هیله لرو چې په نږدې راتلوونکی کې به په روان وضعیت کې مثبت بدلون راشي.

خبر

په پای کې دواړو لوریو ټینګار وکړ چې مالیې وزارت، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان دفتر او د افغانستان په هلکه د پراختیایې کنفرانس لپاره د فنلند هیواد ځانګړی استازی به د مرسته کوونکو هیوادونو او بنسټونو له استازو سره په جلا جلا ډول وګوري څو افغانستان وکولی شي هغه هیلې چې له یاد کنفرانس څخه یې لري تر لاسه کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

د چنګاښ په میاشت کې د تر سره شویو ګمرکي چارو تخنیکي ارزونه وشوه

د زمري۲۱مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن په مشرۍ او د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او اړوندو مسئولینو په ګډون د روان (۱۴۰۵) هـ.ل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۱۸
Background image

د امارتي املاکو عمومي رئیس هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د زمري۱۷مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو عمومي رئیس، الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني، د یوه مسلکي پلاوي په ملتیا هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ.
د یاد سفر په ترڅ کې. . .

BACK TO NEWS