د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتونو له سفیر سره په یو شمېر اړوندو مسایلو خبرې وکړې

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۸ - ۱۶:۵۵
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د وري میاشتې په ۲۵ مه نېټه د سکایپ له لارې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو له سفیر ښاغلي راس ویلسون سره خبرې وکړې.
په پیل کې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو سفیر ښاغلي ارغندیوال ته د مالیې وزارت د تصدۍ سپارو مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې زموږ مرستې به د افغانستان له خلکو سره دوام ولري. نوموړي وویل زه هیله لرم چې مالیې وزارت ته ستاسو په راتګ سره به د دې وزارت اړوندې چارې نورې هم ښې شي.
د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتونو له سفیر څخه د مننې تر څنګ وویل چې زموږ هڅه داده څو په اړوندو چارو کې لا ښه والي راولو او د افغانستان ملي عوایدو ثبات وساتو. نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال زموږ لپاره لومړيتوب په هیواد کې د کرونا له ویروس سره مبارزه ده څو وکولی شو له دې ویروس سره د مبارزې لپاره نورې مالي سرچیني پیدا کړو.
همداشان دواړو لوریو د افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ کال د پراختیایې کنفرانس په جوړیدو، یاد کنفرانس ته د افغانستان حکومت په چمتو والي او د هغو قراردادونو د مالیاتي ستونزو په حلولو چې د پراختیایې مرستو څخه یې پیسې ورکول کیږي هر اړخیزې خبرې وکړې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۵۰
Background image

د کندهار او غزني د مستوفیتونو او د بلخ او کندهار د ګمرکونو کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول

د وري ۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د (١٤٠٥) هـ.ل کال د تدریسي پلان له مخي د کندهار او غزني مستوفیتونو او همدارنګه د کندهار او بلخ ګمرکونو کارکوونکو ته په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي اوومه ناسته وسوه

د وري ۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د اداري چارو، ګمرکونو او عوایدو او پالیسۍ معینانو، د اړوندو رئیسانو او مسئولینو په ګډون د روان کال (۱۴۴۷/۱۰/۱۰)نېټه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

BACK TO NEWS