د مالیې وزارت مقام د ټولګټو او د کلیو پراختیا له وزیرانو سره د کلیو لار جوړونې پروګرام په اړه خبرې وکړې
د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي محمد خالد پاینده د سلواغې میاشتې په ۲۷ مه نېټه د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له سرپرست ښاغلي مجیب الرحمن کریمي او د ټولګټو له وزیر ښاغلي نجیب الله یمین سره په مالیې وزارت کې وکتل.
په دې کتنه کې، د کلیو لار جوړونې په پرواګرام (NEEP) د دې پروګرام تر چتر لاندې د پلي کیدونکو اړوندو پروژو په فعالیتونو، پلانونو او ستونزو باندې هر اړخیز بحث وشو او لازمې پریکړې وشوې.
د یادونې وړ ده چې د کلیو لارجوړونی ملي پروګرام د افغانستان اسلامي جمهوري دولت یو عمده او کلیدي پروګرام دی چې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د بیړنۍ کارموندنې ملي پروګرام (NEEP) په نامه تاسیس او په خپل کار ئی پیل وکړ. د کليوالي سړکونو د شبکو جوړولو له لارې کليوالي خلکو د لومړنيو خدمتونو نښلول، له مارکیت سره د کرنې فارمونو نښلول، د خصوصي شرکتونو او پراختیایې شوراګانو سره د قرارداد له لارې بي بضاعته خلکو ته د کاري زمینې برابرول او د خصوصي سکټور د تخنیکي او مدیریت وړتیا لوړول د دې پروګرام اصلي موخې دي.
