د مالیې وزارت له لوري د مستوفیتونو مالي امرینو ته روزنیز ورکشاپ ترسره سو

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۱۰:۴۲
خبر

د یوې سالمي ادارې د رامنځته کولو او دوام په موخه د مالیې وزارت له لوري کارکونکو ته په  بېلا بیلو برخو کي د ظرفیت لوړوني پروګرامونه په لاره اچول سوي دي، چي دا ځل د مالیې وزارت  د خزاینو لوی ریاست او بشري سرچینو ریاست په ګډه د مستوفیتونو مالي امرینو ته لس ورځینی روزنیز ورکشاپ ترسره کړ. 

په دغه روزنیز ورکشاپ کي د ولایتونو مستوفیتونو مالي امرینو ته د مجربو ترینرانو له لوري د مهمو مالي مسائلو؛ لکه تخصیصاتو، لګښتونو، حوالو، د قطعې تآدیاتو، تآمیناتو، ضمانتونو، بانکي تطبیقاتو او د افغانستان د مالي ادارې د معلوماتو سیستم یا افمیس په تړاو په انلاین بڼه روزنه ورکړل سوه.

د دغه لس ورځني روزنیز ورکشاپ له پای ته رسېدو وروسته د مستوفیتونو مالي امرینو څخه د ورکړل سوي روزني اړوند مالي برخو کي ازموینه اخیستل کیږي، تر څو په مالي برخو کي د مسؤلینو د ظرفیت ارزونه تر سره سي او په راتلونکي کي د ظرفیت لوړوني اړینو پروګرامونه او د مسلکي مالي امرینو ګمارنو ته زمینه برابره سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۵۷
Background image

د کندهار او فراه په ګمرکونو کې د لوړ تناژ تلې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د زمري۲۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو او د ګمرکي طی مراحلو د چټکتیا په موخه د کندهار او فراه په ګمرکونو کې د (۲۶). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۶:۱۱
Background image

په یو شمېر ګمرکونو کې د (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د نصبولو چارې پیل شوې

د زمري۲۵مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هېواد په څلورو ګمرکونو کندوز، بلخ نائب‌آباد او کابل ګمرک کې د شاوخوا (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۵۰
Background image

د مالیې وزیر د ایران د زراعت له وزیر سره وکتل

د زمري۲۲مه۱۴۰۵هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزیر ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخند د ایران اسلامي جمهوریت د زراعت له وزیر ښاغلي غلام رضا نوري او مل پلاوي سره د کابل په. . .

BACK TO NEWS