د مالیې وزارت غواړي چې په دولتي شرکتونو کې د ملاتړیز لیدلوري له مخې مثبت بدلون راشي

د دولتي شرکتونو عمومي رئیس داکټر میرویس بهیج، د افغانستان د نفتو او ګاز شرکت څخه د لیدنې پر مهال ټينګار وکړ، چې د مالیې وزارت د همغږي کوونکې ادارې په توګه د دولتي شرکتونو له فعالیتونو، کاري بهیرونو او مالي وضیعتونو څخه په دوامداره توګه څارنه کوي، تر څو شرکتونه په تدریجي ډول په پښو ودرېږي. نوموړي وویل، دولتي شرکتونو پخوا د تصدۍ په شکل فعالیت کاوه او له ځینو ستونزو یې سر ټکاوه. نوموړي د تصدیو له ستونزو یوه ستونزه له ځانګړو دولتي ادارو سره د هرې تصدۍ اړیکه وبلله او وې ویل، چې افغان دولت په دغه سکټور کې د مثبت بدلون راوستو په موخه د دولتي شرکتونو قانون تدوین کړ، تر څو شرکتونه په غوره ډول فعالیت وکړي او په تدریجي ډول ځان بسیاینې ته ورسېږي.
ښاغلي بهیج زیاته کړه، چې د افغان حکومت، په ځانګړي ډول د مالیې وزارت لیدلوری له دولتي شرکتونو څخه ملاتړ دی، تر څو په خپلواکه توګه په خپلو چارو کې فعالیت وکړي او خپل دولتي ظرفیتونه لوړ کړي. نوموړي وویل زموږ هڅه داده، چې د دغو شرکتونو لپاره په اړوندو برخو کې اړینې اسانتیاوې رامنځ ته کړو، چې دولتي قراردادونه ترلاسه کړي او هغه عواید چې له دې برخې لاسته راځي، د مډرنو تجهیزاتو په پلورلو، تولیدي او مسلکي ظرفیتونو په لوړولو مصرف کړي، تر څو ښه پایله ترلاسه کړي او په مارکېټ له خصوصي سکټور سره سیالي وکړي.
د افغانستان د نفتو او ګاز شرکت مالي او اداري ریاست سرپرست ښاغلي ابراهیم حساس د مالیې وزارت او افغان دولت د ملاتړیز لیدلوري ستاینه وکړه او د دولتي شرکتو د فعالیتونو د اساسي رغونې په برخه کې یې یو مثبت ګام وباله. نوموړي وویل، چې یاد شرکت په درېوو برخو ( د نفتي موادو او مایع ګاز توسعه او د تورید خدمتونو وده، لېږدول، نړیوال معیار سره سم د نفتي موادو تورید او پلورل او د ملي پراختیا د موخه د تحقق لپاره د شرکتونو د پراخ ګډون لپاره د زمینې برابرول) اساسي فعالیت کوي. ښاغلي حساس زیاته کړه، چې د افغان حکومت د نوې پاليسۍ له مخې د شرکت د عوایدو زیاته برخه ۰،۰۲ سلنه حق الخدمت د وارد شویو نفتي موادو له درکه برابروي.
نوموړي وویل، چې د دې شرکت د عوایدو بله برخه له زېرمو او د جایدادونو له کرایې څخه ترلاسه کېږي. ده زیاته کړه، چې له بده مرغه تراوسه پورې شرکت اساسي عواید نه لري او د شرکت یوه ستره برخه عواید غیر اساسي عواید جوړوي.
د افغانستان د نفتو او ګازو شرکت مالي او اداري سرپرست وویل، چې له ایران، ترکمنستان او اذربایجان سره چې د نفتي موادو او ګازو تولیدوونکي دي درې هوکړه لیکونه هوکړې ته چمتو کړي دي. له ایراني لوري سره د یوې هوکړې له مخې د افغانستان د نفت او ګازو شرکت نفتي مواد او اوبلن ګاز په یوه ځانګړي تخفیف ترلاسه کوي او غوښتونکو ادارو ته به یې ور ووېشي. ډاکټر بهیج د یاد شرکت د کړنو د راپور له اورېدو وروسته دوی ته مالي ځان بسیاینې او ګټې ته د شرکت د رسېد په څرنګوالي لازم هدایتونه ورکړل. د دولتي شرکتونو عمومي رئیس یادونه وکړه، چې د تصدیو د شخصیت بدلون موخه داده څو شرکتونه په خپلواکه توګه فعالیت وکړي او شرکتونه وکولی شي خپلو اساسي فعالیتونو ته وده ورکړي ترڅو په ګټه برابر او د عوایدو یوه برخه د دولت حساب ته ولېږدوي او له ملي بودیجې سره مرسته وکړي.
د دولتي شرکتونو عمومي ریاست له ټولو شرکتونو سره همکار دی او له ټولو دولتي شرکتونو سره له نږدې کار کوي ترڅو په دولتي شرکتونو کې مثبت بدلونه رامنځته شي او شرکتونه له اوسني وضعیت څخه مطلوب وضعیت ته ور وګرځي. د دولتي شرکتونو عمومي رئیس ټینګار وکړ، چې باید د نفتي موادو او اوبلن ګازو تولیدوونکو هېوادونو سره د هوکړه لیک کارونه چټک شي او د دولتي شرکتونو ریاست به د هوکړه لیک د چارو د تعقیب او چټکېدو په برخه کې همکاري وکړي.

همدا شان ډاکټر بهیج ټینګار وکړ چې تشکیلاتي جوړښت دې د دې ریاست له موخو سره سم اصلاح شي او د نفت او ګازو له دولتي شرکت څخه دي اضافي واحدونه لیری کړای شي. هغه زیاته کړه، چې د تشکیل د اصلاح په برخه کې لنډه او ټولیزه توضیح ولیکل شي او د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام ته دې د منظورۍ په موخه واستول شي.