د مالیې وزارت سرپرست: موږ د افغانستان سترو ښارونو ته د اوبو رسونې او د هیواد د اوبو ښه مدیریت په برخه کې د نړیوال بانک د تخنیکي همکاریو غوښتونکي یو

admin_mof
شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۳ - ۱۱:۶
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وږې میاشتې په ۲۲ مه نېټه د امریکا متحده ایالتونو واشنګټن ډي سي ته سفر وکړ او د نړیوال بانک له چارواکو سره یې وکتل.

په دې کتنه کې چې د امریکا متحده ایالتونو لپاره د افغانستان سفیرې اغلې رویا رحماني، هم شتون درلود،  د مالیې وزارت سرپرست د نړیوال بانک له استازو سره د افغانستان سترو ښارونو ته د څښلو پاکو اوبو په رسېدو، د هیواد د اوبو ښه مدیریت کولو، په دې برخه کې په پانګونې، د اوبو د سرچینو د تنظیم په برخه کې د نړیوال بانک په تخنیکي همکاریو، د دې برخې د ښه مدیریت لپاره د قانوني چوکاټ په رامنځ ته کېدو او د اوبو له سرچینو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست، سترو ښارونو، کلیو او بانډو ته د اوبو رسولو ارزښت په هکله د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ، د نړیوال بانک له چارواکو وغوښتل، څو له افغانستان سره سترو ښارونو ته د څښلو پاکو اوبو رسولو او د هیواد د اوبو د سرچینو ښه مدیریت کولو لپاره پانګونه او تخنیکي همکاري وکړي.

د نړیوال بانک چارواکو له افغانستان سره د خپلو تخنیکي همکاریو په برخه کې ډاډ ورکړ.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۵۰
Background image

د کندهار او غزني د مستوفیتونو او د بلخ او کندهار د ګمرکونو کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول

د وري ۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د (١٤٠٥) هـ.ل کال د تدریسي پلان له مخي د کندهار او غزني مستوفیتونو او همدارنګه د کندهار او بلخ ګمرکونو کارکوونکو ته په. . .

BACK TO NEWS