د مالیې وزارت سرپرست د ۱۳۹۷ مالي کال قطعیې په اړه د ولسي جرګې غړو ته وضاحت ورکړ

admin_mof
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۵ - ۱۴:۲۳
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د لېندۍ میاشتې په ۲۵ مه نېټه د عامه لګښتونو او مالي چارو له قانون سره سم په ولسي جرګه کې د خلکو استازو ته د ۱۳۸۷ مالي کال د عادي او پراختیایي بودیجې د قطعیې حساب او ملي عوایدو په تړاو وضاحت ورکړ.
په دې ناسته کې چې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ښاغلي فاروق وردګ په شتون درلود، د مالیې وزارت سرپرست د ولسي جرګې د غړو د پوښتنو ځوابولو ترڅنګ د ۱۳۹۷ مالي کال قطعیې په هکله وویل:" مالیې وزارت له بودیجوي واحدونو سره په ګډه ملتیا، د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بودیجه په بریالۍ توګه اجرا او پلي کولو ته وړاندي کړي ده. په ۱۳۹۷ مالي کال کې جمعاً ۲۵۹ میلیارده افغانۍ عادي بودیجه او ۱۲۶ میلیارده افغانۍ پراختیایي بودیجه لګول شوې ده."
نوموړي زیاته کړه:" د عامه لګښتونو او مالي چارو قانون ۱۱ مادې او ۱ فقرې له لارښوونو سره سم، د ۱۳۹۷ مالي کال عادي او پراختیایي بودیجې قطعیې حساب او ملي عواید، د مالیې وزارت له لوري ترتیب او د عامه لګښتونو او مالي چارو قانون ۵۵ مادې حکمونو له لارښوونې سره سم د ارزونې په موخه د پلټنې عالې ادارې مؤظف کمېسیون ته وړاندي شوې او د پلټنې عالي ادارې د نظر په څرګندولو سره د قطعیې حساب مناسب بللی."
همداشان د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې د ۱۳۹۷ مالي کال په اوږدو کې د ملي بودیجې لګښت له یو لړ ستونزو سره مخ وو. مالیې وزارت هڅه وکړه، څو له منظور شوې بودیجې سره په مطابقت، د بودیجې د اجرا کړنلاره او قانوني صلاحیت، د ادارو بودیجوي اجراآتو ستونزې په خپل وخت او زمان سره حل کړي.

خبر


ښاغلي قیومي، وویل، چې له ۹۱ کود څخه د ټولو مالي حسابونو راپورونه او له ټولو کودونو څخه تر سره شوي تعدیلات د بودیجې اصول پاڼې له حکم او د عاليه مقام له هدایت سره سم ترسره شوي، چې امنیتي لګښتونه، د ټاپي او تورغونډۍ اوسپنې پروژو پرانیستنې مراسمو لګښتونه، له خلکو سره د شخړو حلولو او له خلکو سره د اړیکو کمېسیونونو معاشونه او لګښتونه، د کوچیانو د شخړو حلولو کمېسیون، د علماوو شورای معاشونه او لګښتونه او نور اړین موارد په کې شامل دي. په پای کې د مالیې وزارت سرپرست د ملت له کور څخه غوښتنه وکړه چې د ۱۳۹۷ مالي کال قطعیه تائید کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۵۰
Background image

د کندهار او غزني د مستوفیتونو او د بلخ او کندهار د ګمرکونو کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول

د وري ۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د (١٤٠٥) هـ.ل کال د تدریسي پلان له مخي د کندهار او غزني مستوفیتونو او همدارنګه د کندهار او بلخ ګمرکونو کارکوونکو ته په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي اوومه ناسته وسوه

د وري ۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د اداري چارو، ګمرکونو او عوایدو او پالیسۍ معینانو، د اړوندو رئیسانو او مسئولینو په ګډون د روان کال (۱۴۴۷/۱۰/۱۰)نېټه. . .

BACK TO NEWS