د مالیې وزارت سرپرست د کونړ له والي سره ولیدل

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۰ - ۱۰:۱۹
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د کونړ له والي محمد اقبال سعید، سره د مالیې په وزارت کې ولیدل. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کونړ له نواپاس څخه د پاکستان تر باجوړ پورې د ۱۵ کیلومټره سړک په رغولو، د کونړ ولایت د لرګیو د قاچاق په مخنیوي چې ونې یې پخوا پرې شوي وې، د ۱۳۹۹ مالي کال په پلان کې شاملو یو شمېر پروژو چې د ۱۴۰۰ مالي کال په پلان کې نه وې، د پېچ درې سړک په جوړولو چې کونړ له نورستان سره نښلوي، په اسعد اباد کې د یو باب ښوونځي او د کونړ د ولایت مقام مېلمستون په جوړولو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه. د مالیې وزارت سرپرست، د کونړ له والي سره ژمنه وکړه، چې د هیواد نافذه قوانینو او مالي امکاناتو ته په کتو به یې یادې موضوع ګانې په پام کې ونیسي او رسېدنه به ورته وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۸:۴۵
Background image

د ملي بودیجې لپاره د ۱۰۱ میلیون ډالرو مالي همکارۍ ترلاسه کول

د مالیې وزارت د همغږۍ، څارنې او راپور ورکونې عمومي رئیس په مشرۍ د مالیې وزارت، اروپایي ټولنې او دولتي پلي کوونکو با

پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۸:۴۰
Background image

د مالیې وزارت سرپرست اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له غړو سره ولیدل

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له غړو سره د مالیې په وزارت کې ولیدل.

پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۷:۵۰
Background image

د مالیې وزارت او د افغانستان د رېل پټلۍ ادارې تر منځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي عالم شاه ابراهیمي نن د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه د افغانستان د رېل پټلۍ ا

BACK TO NEWS