د مالیې وزارت سرپرست د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره وکتل
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د کورنیو چارو وزارت له سرپرست حیات الله حیات، سره وکتل.
په دې ناسته کې دواړو لوریو په بودیجوي موضوعاتو، ګمرکونو کې په امنیتي ستونزو، د ولایتونو د ګمرکونو له ارزونو د مالیې وزارت سرپرست د موندنو، په ګمرکی چارو کې د زورواکو مداخلې او یو شمېر نورو ورته مسایلو په تړاو خبرې وکړې.
د مالیې وزارت سرپرست، د اسلام کلا ګمرک د ساتنې پولیسو د اخاذیو او زورواکو د مداخلې موضوع د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره شریکه کړه، ښاغلي حیات ژمنه وکړه چې د ګمرکي عوایدو راټولېدو په برخه کې به د کورنیو چارو وزارت همکاري کوي.
