د مالیې وزارت سرپرست د پاکستان له سفیر سره په ګمرکي موضوعاتو بحث وکړ
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، نن په افغانستان کې د پاکستان له سفیر منصور احمدخان، سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په لا ټینګښت او پراختیا، د ګمرکي اطلاعاتو په راکړه ورکړه، په بندرونو پوري د اړوندو مسایلو او ستونزو په هواري، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون یوولسمي ناستې په جوړېدو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
