د مالیې وزارت سرپرست د نورستان ولایت له قومي مخورو سره ولیدل
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، نن ورځ د نورستان ولایت له قومي مخورو او سپین ږیرو سره د مالیې په وزارت کې ولیدل.
په دې لیدنه کې د نورستان ولایت سپین ږیرو او مخورو د مالیې وزارت له سرپرست سره خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او هیله یې وښوده چې د نورستان ولایت (پارون) تر جواد کوتل پوري غځېدلي سړک بشپړېدو او ملاتړ بودیجه د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجې د منځني کال ارزونې په سند کې شامله شي.
د مالیې وزارت سرپرست، د نورستان ولایت د قومي مخورو او سپین ږیرو د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د بودیجې عمومي ریاست ته لارښوونه وکړه، چې د ټولګټو وزارت سره په همغږۍ نوموړې پروژې ته د اړتیا وړ بودیجه د منځنۍ کال ارزونې په سند کې شامله کړي.
د یادوړنې وړده، چې د نورستان ولایت سړک دویم لاړ د لېږد رالېږد د اسانتیاوو ترڅنګ د دې ولایت د اقتصادي ودې سبب هم ګرځي.
