د مالیې وزارت سرپرست د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه له غړو سره وکتل
د مالیې وزارت سرپرست، د لیدنې په پیل کې لومړی د قانون پلي کولو، له جواز څخه د سمې ګټې اخیستنې، په وارداتو کې له ملي سوداګرو د جنس او د وزن په نه تغییر د هر اړخیزې همکارۍ غوښتونکی شو. هغه زیاته کړه، چې د مالیې وزارت په نږدې راتلونکي کې له ملي سوداګرو سره مستقیم ملي بحث پیلوي او په لومړي پړاو کې به د ملي سوداګرو په ملتیا په ۲۰ قلمه سترو وارداتي توکو چې د مالیې د تېښتې ډېری برخه پکې حس کېږي تمرکز وکړي، څو د سوداګرو ستونزې واوري او د قاچاق عوامل او د یادو توکو عایداتي تېښته تشخیص کړي. د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې د دې بحث له لارې به له ملي سوداګرو سره د نږدې همکارۍ او همغږۍ له لارې عملي او تطبیقي لارې چارې ولټوي او په دې برخه کې د خصوصي سکټور په ځانګړي توګه سوداګرۍ او پانګونې اتاق جدي همکاري حیاتي رول لري.
د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه، چې د دې په مقابل کې د مالیې وزارت هم ژمنه کوي، چې د ملي سوداګرو ستونزې په کره توګه و ارزوي. هغه زیاته کړه، چې د دې ترڅنګ به په وارداتي توکو تعرفه د اړتیا په صورت کې تجدید نظر او صحیح کړي، څو د ملي سوداګرو ستونزو ته په جدي او عملي توګه رسېدنه وشي.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مرستیال محمد یونس مهمند او د دې اتاق غړو له ملي سوداګرو سره د ملي بحث جوړېدو هرکلی وکړ او دایي د ملي سوداګرو ستونزو ته د رسېدو او د خصوصي سکټور او دولت ترمنځ د واټن په له منځه وړلو کې مهم وباله. همدا شان نوموړي، د ملي عوایدو په برخه کې د خصوصي سکټور په ځانګړي توګه ملي سوداګرو رول غوره وباله زیاته یې کړه، چې د ملي سوداګرو عمده ستونزو ته له دې جملې د عوایدو او ګمرکونو د سیستمونو پېچلي کېدل، په وزن د تکې محصول (په داسي حال کې چې باید په متر محصول شي)، په مالي او سوداګریزو قوانینو کې شته ستونزو، په هوایي دهلېزونو کې د سوداګرو ستونزو ته رسېدل څو دولت او خصوصي سکټور په دوه اړخیزه ژمنو عمل وکړي، له یوه پلوه د عوایدو له تېښتې په جدي توګه مخنیوی او د عوایدو د ودې چاره برابره شي او له بلې خوا پر وخت، غوره او راڼه خدمات وړاندي شي.
د ناستې په پای کې پرېکړه ونیول شوه، چې د مالیې وزارت او خصوصي سکټور په ځانګړي توګه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ترمنځ دې د همکارۍ او همغږۍ لاره هواره شي او د ملي بحث له لارې په مستقیمه توګه په دې تړاو هر اړخیز بحث وشي.
