د مالیې وزارت سرپرست د ایران د نیرو (انرژۍ) وزیر سره د اړوندو اقتصادي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۹ - ۱۰:۳۸
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د زمري میاشتې په ۸ مه نېټه د ایران هیواد د نیرو (انرژۍ) له وزیر ښاغلي رضا اردکانیان سره چې د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی، په ولسمشرۍ مانۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې چې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معینیت سرپرست ښاغلي عبدالولید تمیم او د افغانستان لپاره د ایران سفیر ښاغلي محمد رضا بهرامي هم شتون درلود، دواړو لوریو د افغانستان او ایران تر منځ د اقتصادي او سوداګرۍ اړیکو په لا زیاتوالي، د دواړو هیوادونو تر منځ د انرژۍ په برخه کې په همکاریو، د افغانستان له لارې ایران ته د منځنۍ اسیا د برښنا په لیږدولو، د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د ایران د ګازو او نفتو په لیږدولو، د دواړو هیوادونو لپاره د انرژۍ صادراتو څخه په اقتصادي فرصتونو، جنس په جنس د سوداګریزو توکو په تبادلې، د ګمرکي اطلاعاتو د تبادلې په ګډون په ګمرکي همکاریو، د ریل پټلۍ په برخه کې په همکاریو، پولو کې د بازارچو په تنظیمولو، د کرنې په برخه کې د ګډو ظرفیتونو په بررسۍ، د ارین بانک د ستونزو په حل لارو، د افغانستان او ایران تر منځ د اقتصادي او سوداګرۍ ګډې کمېټې د جوړیدو لپاره په چمتو والي او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو بحث او د نظرونو تبادله وکړه. .

خبر

د مالیې وزارت سرپرست د ایران انرژۍ وزیر ته ډاډ ورکړ چې د ارین بانک ستونزه به د افغانستان له مرکزي بانک سره تعقبوي او اړوندو قوانینو ته په کتو سره به ورته رسیدنه وشي.
د ایران انرژۍ وزیر د مالیې وزارت سرپرست ته بلنه ورکړه چې د اړوندو اقتصادي موضوعاتو د تعقیب او د چابهار بندر څخه د لیدنې په موخه په یو مناسب فرصت کې ایران ته سفر وکړي.

خبر

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۵:۲۱
Background image

د مالیې وزیر هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د خپلو رسمي ولایتي سفرونو په لړ کې دا ځل د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسئولینو په ملتیا هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ.
نوموړي، د دغه سفر په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۹
Background image

په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

د غبرګولي ۲۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کې د کندهار، نیمروز، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۴۰
Background image

د ننګرهار ګمرک کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو د تشرېح او پوهاوي سیمینار پیل شو

د غبرګولي۲۳مه ۱۴۰۵هـ.ل
د ننګرهار ګمرک ریاست له لوري د دې ریاست او تورخم ګمرک آمریت (۲۰۰) کارکوونکو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د فرمانونو د ښه تطبیق په موخه د. . .

BACK TO NEWS