د مالیې وزارت سرپرست د اوسپني د صنعت کارانو او تجارانو سره وکتل

د مالیې وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د اوسپني د صنعت کارانو او تجارانو سره وليدل.
په دې لیدنه کي د اوسپني تجارانو د مالیې وزارت سرپرست ته خپلي ستونزي او وړاندیزونه بیان کړل، دوی د مالیې وزارت له مشرتابه څخه وغوښتل چي د زړو اوسپنو په صادرولو لګېدلی بندیز دي بېرته واخلي او موږ ته دي د زړو اوسپنو د صادرولو اجازه راکړي.
د بلي خوا بیا د اوسپني صنعت کارانو دا غوښتنه وکړه چي په هيڅ صورت دي د اوسپني صادرولو اجازه نه ورکول کيږي ځکه دلته موږ ۵۰۰ ميلون ډالر سرمايه ګزاري کړې ده او شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو ته مو دکار زمينه برابره کړې ده، همسايه هيوادونه پر موږ باندي اوسپنه نه خرڅوي، نو که چیري په افغانستان کي دا موجوده اوسپنه ټوله خارج ته صادره کړل سي، کېدای سي زموږ فابريکې فلج سي.
د مالیې وزارت مشرتابه د اوسپني صنعت کارانو او تجارانو ته د هر راز مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ، خو زیاته یې کړه چي هیڅ چاته به له هېواد څخه د زړو اوسپنو د صادرولو او قاچاق اجازه ورنه کړي. افغانستان اوسمهال خپله د اوسپني ویلي کولو نږدې څلوېښت سترې فابریکي لري، چي کولای سي له دغه زړو اوسپنو څخه په ښه توګه کار واخلي، نو هم به د تولید په برخه کي سترګام وي او هم به یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره سي.

د ناستي په پای کي د مالیې وزارت مشرتابه د اوسپني صنعت کارانو او تجارانو ته لارښوونه وکړه، چي د ټول هېواد د اوسپني د سوداګرو او صنعت کارانو نوملړ دي ترتیب کړي ترڅو موږ د اوسپنو ویلي کولو فابریکو پانګونه او وړتیاوي وارزوي.