د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له رئیس سره ولیدل
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، نن د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له رئیس هنري کرالي (Henry Kerali) او مرستیالې سره ولیدل. په دغه لیدنه کې په روانو او هغه پروژو چې په پلان کې دي او همدارنګه د صحتمندي، انعطاف او امید پروژو کې د شته ستونزو او ګواښونو د حل په موخه اړینې پرېکړې او خبرې اترې وشوې.
